IQNA

دغزې د مظلومیّت چغې او مقاومت،اوس د اسرائيلو  باؤؤ مات کړی  دی

8:51 - January 09, 2024
د خبر لمبر: 3488545
ایکنا- انجینر نجم عبدالعقابی ووئيل، او د مونږ چغه پورته شوې ده او د فلسطین دمظلومیّت او دغزې چغه  د امریکا او صهیونیسټ رژیم او دهغوي د متحدانو له چغو لا لوړه چغه  ده .  دغزې میړني اتلان او هغه جنایتونه چې  وحشي صهیونیسټي رژيم په غزې کې کړي دي ، د درستو نړیوالو غوږونو ته رسیدلي  او هغه انخورونه چې  دنړیوالو په ذهنونو کې  د صهیونیسټي رژيم ا دقدرت او باؤؤ  انځور شوي وو، له مینځه تللي دي.

ایکنانیوز راپور راکړ، د زړونو د سردار  حاج قاسم سلیماني  او دد شهید ابومهدي المهندس  او دهغو ملګرو د شهادت دکلیزې د شپو ورځو په درنښت سره په یووخت ،؛ د مقاومت نړیوال کیدا، د سلیماني د  مکتب بریا ؛ په عنوان سره نړیوال وبینار هم د مرغومي په اتلسمه نیټه  سهار یولسو بجو د ایکنا په آپارات  ژوندۍ برخې له لارې ترسره شو.

د مقاومت د جبهې په احیاء کې  د شهید سلیماني رول او په یوه سیمه ایز اونړیوال قدرت د هغه بدلیدا؛ اوپه موجود نړیوال نظام دبدلون په رامینځةکیدا دسلیماني  د مکتب  او د سردار سلیماني اغیزې او  دنوي نړیوال نظام رابرسیره کیدا ؛ ددغه وبینار دوه اصلي چورلیزونه وو.  

په دغه نړیوال وببینار کې د مقاومتي چورلیز د غوره شخصیتونو نظرونه او  سپارښتنې  او اقدامات  دآوریدو وړ وو.

 

په دغه وبینار کې د  عراق د الحشد الشعبی  ولسی غورځنګ د عمومي اړیکو مدیر مهندس نجم عبدالعقابی  چې دوهم وینا وال ؤ ،ډیره په زړه پورې وینا وکړه.  او وې وئيل، دا چې  دغه فرصت زما په اختیار کې راکړل شوی دی ، مننه کوم . اولا  اسلامی نړۍ او په ټولو هیوادونو کې د مقاومت  چورلیز ته   د زړونو د سردار شهید قاسم سلیماني  او لوي مجاهد  ابومهدي المهندس د شهادت د کلیزې  په مناسبت  مبارکي وایم ،همداراز  اسلامی نړۍ او مقاوت ته د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د اتلوالې پنځونکي حماسې  ددوام پّ باب هم  مبارکي وایم.

هغه په دوام کې ووئيل،  همداراز  هغه ترهه ګري او ذلیلانه جنایت چې  په کرمان ښار کې رامینځةشو په کلکه محکوموم. هغه ښار چې د اتلوالانو زیږنځاي دی . باوري یم دغه ترهه ګره پيښه د ایران د خوږو خلکو  دهغې لارې له دوامه چې  په وړاندې ئې لري، ونه غړوي . ټول هغه ځواکونه چې  له ترهه ګرۍ او نړیوال استکبار سره ملګري دي او دغه پيښه ئې رامینځةکړې ده  او هغه کسان چې  ددغه ترهه ګرجنایت پلانونه ئې کړې ده، دایران د ولس ماهیّت ئې په ښه ډول درک کړی نه دی.دغه پيښې او چاودنې اود ایران په ټاټوبی تیري ،   دایران په ولس کې  صبر ،قدرت  او له حکومت او ولایت فقیه سره  ملګرتیا او پيروي پیاوړي کوي . ځکه  ددښمن ترهه ګري او تور زړیتوب  اندازه پيژني  د اسلامی جمهوری  نظام ځائيګی هم پيژني.

 المهندس  ووئيل،  د امریکا او صهونیسټ رژيم او دهغو متحدانو دښمنۍ اوټول چلولونه   چې  ډير زیات انساني او مادي امکانات لري،  او پر رسندیو مسلط دي ،خو جالبه دلته ده چې  اوس د مونږ غږ او چغه  لوړه ده او دغزې او دفلسطین دمظلوم ولس چغه د صهیونیسټي رژيم ،امریکا او دهغو دمتحدانو له چغې لا لوړه او درنده ده . دغه غږ او چغه  چې ددینا هر یوه ګوټ ګوټ ته رسیدلې ده ، دا دغزې  میړني اتلان او هغه جنایتونه چې صهونیستي وحشي رژيم په غزې کې ترسره کړي دي ، دنړۍ ددرستو خلکو غوږونو ته رسیدلي دي . یو داسې انځور چې  د نړیوالو په ذهنونو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم  دقدرت او باؤؤ په باب موجود ؤ ،  اوس په نړۍ کې د صهونیسټي رژيم انځور  دیوه وحشی، قاتل او خونړي ځواک  انځور دی .پر دې اساس حتی عمومي افکار او رسندوئې  چې د امریکا او صهیونیسټانو په  اختیار کې دي ،  د دمقاومت د جرنیلانو سردار قاسم سلیماني او ابومهدي المهندس  له شهادته وروسته  د مقاومت د ډلو په لاس کې ورغلي دي . مونږ  هغه امت یوو چې  د شهیدانو په بیلګه کیدا او وینې باندې اعتقاد لرو . نو هرڅه  دشهید اهمیّت ؤ،ارزښت او منزلت  لا لوړ شي ،په خلکو کې دهغه محبوبیّت  هم په هماغه اندازه لوړ او زیات وي ،په تیره بیا اسلامی ملتونو کې .

https://iqna.ir/fa/news/4192505

 

captcha